غزني ولایت کې د ملاخېلو کوچني ذخیروي بند چارې د نږدې پنځه میلیونه افغانیو په لګښت بشپړ او  ګټې اخیستنې ته و سپارل شو

mew-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۵/۲۱ - ۱۵:۲۹
1

د غزني ولایت په واغظ ولسوالي کې د ملا خېلو کوچني ذخیروي بند چارې د ۴ میلیونه ۹۹۰ زره او ۴۵۰ افغانیو په لګښت د ۶۵.۵ متره په اوږدوالي او د بنسټ په ګډون د ۶.۵ متره په لوړوالي او د ۵۰۴۷ متره مکعب زېرمې په وړتیا جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

دغه بند د ملاخېلو کلي کاریز سرڅاه ته په نږدې واټن کې جوړشوی، چې د کاریز او ځمکې لاندې اوبو په پیاوړتیا او چاپيریال په ښکلا کې به د پام وړ اغېزه ولري.

د نوموړې پروژې چارې د اوبو او انرژي وزارت په مالي لګښت د غزني د اوبو او انرژي ریاست تر څارنې لاندې پرمخ وړل کېدې، چې پکې یو شمېر کسانو ته د کار زمینه چمتو او د څلورو میاشتو په موده کې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۰:۵۹
Background image

په پروان ولایت کې د پاواز کلي چکډمونو پروژو چارې څه باندې ۵۰ سلنه پرمخ تللې دي

۱۴۴۸/۱/۴ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۳/۳۰ هـ ل

د غوربند ـ چاریکار فرعي سیندیزې حوزې ریاست او د اړوندو ادارو ګډ تخنیکي ټیم د پروان ولایت د شېخ علي ولسوالي د پاواز کلي د چکډمونو پروژو د چارو له. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۹:۳۶
Background image

په غزني ولایت کې د ۱۳۱ میګاواټه لمریزې برېښنا پروژې چارې په چټکۍ سره روانې دي

۱۴۴۸/۱/۲ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۳/۲۸ هـ ل

په غزني ولایت کې د ۱۳۱ میګاواټه لمریزې برېښنا پروژه چې چارې یې د عزیزي انرژي شرکت په پانګونې د اوبو او انرژي وزارت اړوند د غزني فرعي سیندیزې حوزې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۱:۱
Background image

غزني ولایت کې د روانو پروژو د چارو له بهیر څخه څارنه وشوه

۱۴۴۷/۱۲/۳۰هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۳/۲۶هـ ل

د غزني ولاړو اوبو فرعي سیندیزې حوزې ریاست مسؤلینو د دغه ولایت په ګیرو او اندړو ولسوالیو کې د کاریزونو او کانالونو د پاک‌کاري او سنګ‌کاري  پروژو د. . .

بیرته تګ

User account menu