غور ولایت کې د یوه چکډم جوړولو چارې د څه باندې ۹ میلیونه افغانیو په لګښت پیل شوې

mew-admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۲/۱۴ - ۱۱:۱۹
1

د غور ولایت د دولینې ولسوالي په زیرتنګي تربولاق کلي کې د یوه چکډم جوړولو چارې د ۹ میلیونه، ۱۰۵ زره او ۴۷۳ افغانیو په لګښت د غور ولایت د اوبو او انرژي رئيس محترم ملا رحمت الله اماني، یو شمېر سیمه ایزو مسؤلینو او قومي مشرانو په شتون کې پيل شوې.

ښاغلي اماني د دغې پروژې په پرانیست غونډه کې د اوبیزو پروژو د ارزښت په هکله خبرې وکړې او اوبه یې ملي پانګه او الهي امانت وباله او پر اغېزمنې ګټې اخیستنې باندې ټینګار وکړ.

دغه پروژه د سیلابونو د کنټرول او د خطرونو د کمولو، د موسمي اوبو د را ټولولو او د ځمکې لاندې اوبو د پياوړتیا په موخه پلي کېږي، چې د چارو په بشپړېدو سره به ۶ زره او ۴۷۱ متره مکعب اوبه زېرمه شي.

نوموړې پروژه د اوبو او انرژي وزارت له بودجې څخه د غور ولایت د اوبو او انرژي ریاست تر څارنې لاندې پلي کېږي، چې ۵۰۰ کورنۍ به ورڅخه په مستقیمه توګه ګټه پورته کړي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۰:۵۹
Background image

په پروان ولایت کې د پاواز کلي چکډمونو پروژو چارې څه باندې ۵۰ سلنه پرمخ تللې دي

۱۴۴۸/۱/۴ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۳/۳۰ هـ ل

د غوربند ـ چاریکار فرعي سیندیزې حوزې ریاست او د اړوندو ادارو ګډ تخنیکي ټیم د پروان ولایت د شېخ علي ولسوالي د پاواز کلي د چکډمونو پروژو د چارو له. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۹:۳۶
Background image

په غزني ولایت کې د ۱۳۱ میګاواټه لمریزې برېښنا پروژې چارې په چټکۍ سره روانې دي

۱۴۴۸/۱/۲ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۳/۲۸ هـ ل

په غزني ولایت کې د ۱۳۱ میګاواټه لمریزې برېښنا پروژه چې چارې یې د عزیزي انرژي شرکت په پانګونې د اوبو او انرژي وزارت اړوند د غزني فرعي سیندیزې حوزې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۱:۱
Background image

غزني ولایت کې د روانو پروژو د چارو له بهیر څخه څارنه وشوه

۱۴۴۷/۱۲/۳۰هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۳/۲۶هـ ل

د غزني ولاړو اوبو فرعي سیندیزې حوزې ریاست مسؤلینو د دغه ولایت په ګیرو او اندړو ولسوالیو کې د کاریزونو او کانالونو د پاک‌کاري او سنګ‌کاري  پروژو د. . .

بیرته تګ

User account menu