فاریاب ولایت کې د دوو اوبوګرځولو بندونو لومړنۍ سروې ترسره شوه
د شیرین تګاب – میمنې سیندیزې فرعي حوزې ریاست تخنیکي ټیم د فاریاب ولایت د بلچراغ ولسوالي په غلبیلاق او نوبلاق کلیو کې د دوو اوبوګرځولو بندونو لومړنۍ سروې ترسره کړه.
د نوموړو بندونو په جوړېدو سره به پراخې کرنیزې ځمکې خړوبې، د ځمکې لاندې اوبه تغذیه او د سېلابونو له ویجاړیو څخه مخنیوی وشي.
