لغمان ولایت کې د عزیزخان کڅ ساتندوی بولډروال جوړونې پروژه د څه باندې ۷۴ زره آمریکایي ډالرو په لګښت پیل شوه

mew-admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۲ - ۱۲:۲
1

د لغمان ولایت د قرغیو ولسوالي اړوند د عزیزخان کڅ ساتندوي بولډروال جوړونې پروژه د ۷۴ زره او ۶۲۴ اعشاریه ۴۰ آمریکایي ډالرو په لګښت د مهترلام- لغمان فرعي سیندیزې حوزې رئيس محترم مولوي شیرجان راشدي، د ایف، اې، او موسسې مسؤلینو او یو شمېر قومي مشرانو په شتون کې پيل شوه.

ښاغلي راشدي د دغې پروژې په پرانیست غونډه کې د هغې په هکله اړین معلومات وړاندې کړل او زیاته یې کړه، چې دغه پروژه ۵۰۰ متره اوږدوالی لري، او پکې ګڼ شمېر کسانو ته د کار زمینه چمتو شوې، او چارې به یې د شپږو میاشتو په موده کې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

د نوموړې پروژې چارې د ایف، اې، او موسسې په مالي لګښت د مهترلام- لغمان فرعي سیندیزې حوزې تر څارنې لاندې پرمخ وړل کېږي، چې د چارو په بشپړېدو سره به یې پراخې کرنیزې ځمکې او استوګنیز کورونه تر یوه بریده د سیلابونو له ګواښونو څخه خوندي شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۸ - ۹:۵۰
Background image

پروان ولایت کې د یوه عمومي کانال له حریم څخه لیدنه ترسره شوه

د غوربند – چاریکار سیندیزې فرعي حوزې رئيس او ورسره مل د جبل السراج ولسوال محترم خان محمد حقیار او د نوموړې ولسوالي امنیه قوماندان محترم ملا فیض محمد حقمل د یوه عمومي کانال له بېلابېلو. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۷ - ۱۲:۱۳
Background image

زابل ولایت کې د بیرته راستنیدونکو ښارګوټي کې د څښاک اوبو سرچینو د ټاکلو په موخه جیوفزیکي څیړنې او هایدروجیولوجیکي لومړنۍ سروې ترسره شوه

د اوبو او انرژي وزارت تخنیکي ټیم د ترنک قلات سېندیزې فرعي حوزې ریاست په همغږي سره په زابل ولایت کې د بیرته راستنیدونکو ښارګوټي کې د څښاک اوبو د سرچینو د ټاکلو او تثبیت په موخه جیوفزیکي. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۷ - ۱۰:۵۴
Background image

غزني ولایت کې ۸ زره اصله نیالګي ووېشل شول

د غزني ولایت د قره باغ ولسوالي د شیر آباد کلي اوسېدونکو ته د ناکو او مڼو ۸ زره اصله نیالګي ووېشل شول.

دغه نیالګي د اېف، اې، او مؤسسې له لوري د غزني سیندیزې فرعي حوزې ریاست تر څارنې. . .

بیرته تګ

User account menu