له ایراني پانګوالو سره  د اوبو بندونو د جوړولو په پروژو باندې د پانګونې  په هکله د همغږي ناسته ترسره شوه

mew-admin
دوشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۵ - ۱۶:۳۱
1

یاده ناسته د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معین ښاغلي مجیب الرحمن عمر آخندزاده، د اوبو د انسجام د برنامو رئيس ښاغلي انجنیر رفیع الله ستانکزي په شتون کې د ایران هېواد د یو شمېر پانګوالو سره د اوبو معینیت د غونډو په تالار کې ترسره شوه.

د ناستې په بهیر کې دواړو لورو ترمنځ د اوبو د بندونو د جوړولو او د انرژي د تولید په پروژو کې د پانګونې لپاره د لازمو همغږیو په هکله بحث او د اندونو تبادله وشوه.

ایراني پانګوالو په پروژو باندې د پانګونې د لېوالتیا ترڅنګ، د چارو د څرنګوالي په هکله یې اړین معلومات د اوبو له معین سره شریک کړل.

د اوبو ښاغلي معین د اړینو معلوماتو تر څېړلو وروسته، د اړینو همغږیو په رامنځته کولو او د چارو پر چټکتیا باندې یې ټینګار وکړ.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۷ - ۱۶:۱۸
Background image

د پنج آمو سیندیزې حوزې عمومي رئيس د کندز ولایت د خان آباد ولسوالي د پروژو د وضعیت ارزونه وکړه

د پنج آمو سیندیزې حوزې عمومي رئيس محترم مولوي اسدالله حامد او ورسره مل تخنیکي ټیم د کندز ولایت خان آباد ولسوالي ته د دغې ولسوالي د اوبو مدیریت، د اوبو عادلانه وېش او د اړوندو پروژو د د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۷ - ۱۴:۳۹
Background image

هرات ولایت کې د پاشدان بند بشپړ له اوبو ډک او پرچاو شو

د لاندني هریرود سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم مولوي سردار عزیزي د پاشدان بند له کاسې څخه چې له اوبو بشپړ ډک او پرچاو شوی، لیدنه وکړه.

د یادونې وړ ده، چې  د پاشدان بند اضافې اوبه، چې حجم. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۷ - ۱۴:۳۴
Background image

لوګر ولایت کې د ډاک کلا چکډم ارزونه ترسره شوه

د لوګر د سیندیزې فرعي حوزې ریاست تخنیکي ټیم د دغه ولایت په محمد آغې ولسوالي کې د ډاک کلا چکډم ارزونه ترسره کړه.

نوموړی چکډم په ۱۴۰۲ هـ ل کال کې جوړ او ګټې اخیستنې سپارل شوی، چې د. . .

بیرته تګ

User account menu