له پنجشیر څخه کابل ته د اوبو د لېږد په پروژه کې د پانګونې د جلبولو په موخه د اړوندو ادارو له استازو سره د همغږي ناسته ترسره شوه
دا ناسته د اوبو او انرژي وزارت د اوبو سکتور د رئيسانو او مسؤلینو، د کرنې، صنعت او سوداګري، عامې روغتیا وزارتونو او د کابل ښاروالي د استازو په ګډون د اوبو معینیت د غونډو په تالار کې جوړه شوه.
په یاده ناسته کې، د کابل ښار د اوبو د سرچینو د مدیریت لپاره د لازمو حل لارو په ځانګړې توګه د پنجشیر څخه کابل ته د اوبو د لېږد په پروژه کې د پانګونې د جلبولو په هکله بحث او د نظر تبادله وشوه.
همدارنګه د اوبو او انرژي وزارت مسؤلینو د ناستې په بهیر کې د یادې پروژې د موخو او اهمیت په هکله خبرې وکړې، د لازمو اقداماتو په عملي کولو او د ادارو ترمنځ یې پر لا زیاتو همغږیو باندې ټینګار وکړ.
د یادولو وړ ده، چې څه موده وړاندې هم په همدې موخه ناسته شوې وه ، چې پکې په کابل کې د ځمکې لاندې اوبو د سرچینو پر وضعیت او د هغې د مدیریت لپاره د لازمو حل لارو پر پیداکولو باندې بحث او د نظر تبادله شوې وه.
