له پنجشیر څخه کابل ته د اوبو لېږد پروژې د تخنیکي سندونو د څېړنې ناسته د اوبو په معینیت کې ترسره شوه
یاده ناسته د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معین ښاغلي انجنیر مجیب الرحمن عمر آخندزاده تر مشري لاندې د وزارت د اوبو سکتور د رئيسانو او مسؤلینو په شتون کې ترسره شوه.
په دې ناسته کې، د پروژې د موخو پرزنتیشن، ارزښت، د مسیر ټاکل او د ټولنیزې او چاپېریالې سروې ګانو پایلي وړاندي شول، او د پروژې د تخنیکي اسنادو په اړه د مسئولینو له لورې کره او د اړتیا وړ معلومات ورکړل شول.
د دې غونډې په دوام کې د دیادې ناستې غړو د یادې موضوع او د پنجشیر څخه کابل ته د اوبو د لېږد پروژې د ډېزاین د بشپړتیا په اړه بحث او د نظر تبادله وکړه.
د اوبو ښاغلي معین د پروژې د تخنیکي اسنادو تر هر اړخیزې څېړنې وروسته، لازمې لارښوونې وړاندې کړل او د پروژې د ډيزاین پر چټکتیا باندې ټینګار وکړ.
