له څېړني پرته څرګندونو او بیړني قضاوت د مخنیوي په هکله د دعوت او ارشاد روزنیز او اصلاحي سمینار ترسره شو

mew-admin
پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۱ - ۱۲:۳۸
1

یاد سمینار د وزارت د جومات د ملا امام ښاغلي قاري مولوي سید محمد هارون له خوا د قرآن کریم د څو آیاتونو په تلاوت سره پيل شو، وروسته د اوبو او انرژي وزارت د دعوت او ارشاد رئيس ښاغلي مولوي ګل رحمن عارف خبرې وکړې.

د اوبو او انرژي وزارت د دعوت او ارشاد رئيس په دې سمینار کې بیړني قضاوتونه او له څېړنې پرته څرګندونې د ناوړه اعمالو له ډلې څخه وګڼل او پر مخنیوي باندې یې ټینګار وکړ.

همدارنګه ښاغلي مولوي عارف د دیني علومو زده کړې معنوي ارزښتونو ته په اشارې سره ، د وزارت  له کارمندانو څخه یې وغوښتل چې په مادي او معنوي چارو کې د اسلام د سپیڅلي دین د لارښوونو او ارشاداتو څخه پيروي وکړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۶ - ۱۴:۲
Background image

سمنګان ولایت کې د یوه تولیدي شرکت لپاره د مصرفي اوبو د چمتو کولو په هکله خبرې، اترې وشوې

د سمنګان د اوبو او انرژي رئيس محترم حافظ محب الله عادل د یوه تولیدي شرکت له مسؤل سره وکتل او د نوموړي شرکت لپاره د مصرفي اوبو د چمتوکولو په تړاو یې بحث او د اندونو تبادله وکړه.

په دغه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۶ - ۱۳:۴۶
Background image

د انرژي معینیت په اونیزه اداري او تخنیکي ناسته کې د دغه معینیت اړوند د یو شمېر موضوعاتو په هکله خبرې، اترې وشوې

د اوبو او انرژي وزارت د انرژي معینیت اونیزه اداري او تخنیکي ناسته د دغه وزارت د انرژي  معین محترم الحاج ملا عبدالهادي یعقوب تر رهبري لاندې د نوموړي معینیت د رئيسانو، سلاکارانو او یو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۶ - ۹:۲۷
Background image

د غزني ولایت د سلطان بند د ساتنې او مراقبت پروژې چارې ۲۶ سلنه پرمخ تللې دي

د غزني د اوبو او انرژي ریاست تخنیکي ټیم د سلطان بند د ساتنې او مراقبت پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو مسؤلینو ته یې د چارو د غوره پرمخ وړلو او چټکتیا په موخه اړینې. . .

بیرته تګ

User account menu