لوګر ولایت کې د سرخاب بند د ساتنې او پاملرنې پروژه او د دوو چکډمونو پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

mew-admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۶ - ۱۴:۲۷
1

د دغو پروژو ګټې ته د سپارلو مراسم د اوبو او انرژي سرپرست وزیر محترم الحاج ملا عبداللطیف منصور، د لوګر والي محترم شیخ ضیا الرحمن مدني، سیمه ایزو مسؤلینو د وزارت د یو شمېر رئيسانو او د سیمې دګڼ شمېر اوسېدونکو په شتون کې ترسره شوه.

د اوبو او انرژي سرپرست وزیر په دغه مراسمو کې د سرخاب بند ارزښت د محمد آغې ولسوالي د خلکو لپاره حیاتي و باله او د دغه بند د ساتنې او پاملرنې پروژې بشپړېدل یو ارزښتناکه لاسته راوړنه وبلله.

ښاغلي منصور ټینګار وکړ، چې د اسلامي امارت مسؤلین د هېواد د آبادۍ لپاره شپه او ورځ هڅې کوي او په دغه درې کلونو کې يې د هېواد د آبادۍ او پراختیا په موخه په بېلابېلو برخو کې ډېرې پروژې پلې کړې دي.

په ورته مهال، د لوګر والي د دغو پروژو پلي کول د کرنې د پراختیا او د خلکو د اقتصاد په برخه کې اغېزناک وبلل او له خلکو څخه یې وغوښتل چې د هغوی د ساتنې په برخه کې همکار و اوسي.

همدغه راز، د اوبو او انرژي وزارت یو شمېر رئيسانو او د لوګر ولایت سیمه ایزو مسؤلینو د پروژو د کیفیت او ارزښت په هکله معلومات وړاندې کړل او د اوبو د مدیریت په برخه کې  د دغو پروژو پلي کول یو مثبت ګام وباله.

د یادونې وړ ده، چې د سرخاب بند د ساتنې او پاملرنې پروژه د ۱۱ میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو او انرژي وزارت له لوري پلي شوې ده.

دغه بند د ۹ میلیون متره مکعب اوبو د زېرمه کولو وړتیا لري او ۳ زره هکتاره کرنیزه ځمکه خړوبوي، چې ۹زره کورنۍ ورڅخه په مستقیم او غیر مستقیم ډول ګټه پورته کوي.

همدارنګه، نوموړي دوه چکډمونه د پنځه میلیونه افغانیو په ټولیز لګښت پلي شوي چې په ټوله کې د ۱۶ زره متره مکعب اوبو د زېرمه کولو وړتیا لري.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۵ - ۱۴:۷
Background image

د پنج آمو عمومي حوزوي رئيس د اوبو او انرژي وزارت د کورنۍ پلټنې له تخنیکي ټیم سره وکتل

د پنج آمو عمومي حوزوي رئيس محترم مولوي عبدالحکیم حاجي حکمت د اوبو او انرژي وزارت د کورنۍ پلټنې له تخنیکي ټیم سره وکتل او د نوموړې عمومي حوزوي ریاست او د دشت قلعې د اوبو او انرژي ریاست د. . .

شنبه ۱۴۰۴/۸/۲۴ - ۱۶:۰
Background image

د غور ولایت لعل او سرجنګل ولسوالي د تمبر ممبرټو کلي د  کوچني ذخیروي بند (چکډم) د جوړولو پروژه د انرژۍ او اوبو وزارت د انکشافي بودجې په ۳،۰۰۰،۴۵۰ دری میلیونه څلور سوه پنځوس افغانیو لګښت بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

 د پروژې د ګټي سپارلو په مراسمو کې د ولایت مقام استازي، اړوند دولتي ادارو، تخنیکي ټیمونو، د سیمې مشرانو او مستفیدینو ګډون کړی و.

ویناوالو د پروژې د اقتصادي او ټولنیز ارزښت تر څنګ د. . .

شنبه ۱۴۰۴/۸/۲۴ - ۱۴:۱
Background image

خوست ولایت کې د پنځو کاریزونو د ترمیم او پاکاري چارو له بهیر څخه څارنه ترسره شوه

د خوست د اوبو او انرژي ریاست مسؤلینو په دغه ولایت کې د صبریو ولسوالي او مرکز اړوند د صحرا، فقیر آباد، خیشکي ډنډې، نیک نام او چینو کاریزونو د ترمیم او پاکاري چارو له بهیر څخه څارنه وکړه. . .

بیرته تګ

User account menu