لوګر ولایت کې د څښاک اوبو د څاګانو د کېندلو چارې به په نږدې راتلونکي کې بشپړې شي
د لوګر سیندیزې فرعي حوزې مسؤلینو د لوګر ولایت د برکي برک او محمد آغې ولسوالیو کې د څښاک اوبو د څاګانو د کېندلو د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه.
دا څاګانې د آی ډبلیو، ډبلیو ای، ای خیریه موسسې په ملاتړ پرمخ وړل کېږي او د چارو په بشپړېدو سره به یې ۸۴۰ کورنیو ته د څښاک اوبه چمتو شي.