لوګر ولایت کې د ډاک کلا چکډم پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وشوه

mew-admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۱/۱۲ - ۱۲:۱۱
1

د لوګر سیندیزې فرعي حوزې مسؤلینو د لوګر ولایت د محمد آغې ولسوالي د آب بازک سیمې د ډاک کلا چکډم پروژې د  کېندنې چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو مسؤلینو ته یې د چارو د غوره پرمخ وړلو په موخه اړینې سپارښتنې وکړې.

د یادونې وړ ده، چې د نوموړي چکډم د چارو په بشپړېدو سره به څه د پاسه  پنځه زره متره مکعب اوبه ذخیره شي چې د ځمکې لاندې اوبو په پیاوړتیا کې به اغېزمن رول ولري.

همدارنګه د نوموړې حوزې مسؤلینو د لوګر ولایت په محمد آغې ولسوالي کې د هغو څښاک اوبو څاګانو د کېندلو چارو له بهیر څخه چې چارې یې د آی، ډبلیو، ډبلیو، ای، ای په مالي ملاتړ  پرمخ وړل کېږي هم څارنه وکړه او اړوندو مسؤلینو ته یې د چارو د ښه کیفیت په موخه اړینې سپارښتنې وکړې.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۹ - ۱۲:۰
Background image

د اوبو او انرژي وزارت پلاوی د "برېښنا صنعت" تر سرلیک لاندې ۲۵ نړیوال نندارتون کې د ګډون په موخه ایران هېواد ته په سفر ولاړ

د اوبو او انرژي وزارت پلاوی چې پکې محترم مولوي عبدالرحمن رحماني، د پایدارې انرژي عمومي رئيس، محترم انجنیر محمد اسماعیل عمار مموزی، د انرژي د انجنیري چوپړتیاوو مشورتي رئيس او محترم مولوي. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۹ - ۱۱:۸
Background image

پکتیکا ولایت کې د تنګي پر سیند باندې درې سټاف ګیچونه د نږدې ۵۰ زره افغانیو په لګښت نصب شول

د پکتیکا د اوبو او انرژي ریاست مسؤلینو د هغه ولایت د برمل ولسوالي په مندرخېلو کلي کې د تنګي پر سیند باندې درې سټاف ګیچونه د ۴۶ زره او ۲۴۰ افغانیو په لګښت نصب کړل.

د یادونې وړ ده، چې د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۹ - ۸:۴۷
Background image

ارزګان ولایت کې د ترک کانال د پروژې چارې ۷۵ سلنه پرمخ تللې دي

د ارزګان ولایت د دهراود ولسوالي اړوند د ترک په سیمه کې د ترک کانال د پروژې چارې ۷۵ سلنه پرمخ تللې دي.

د نوموړې پروژې چارې د ایف، اې، او موسسې په مالي ملاتړ د ارزګان د اوبو او انرژي. . .

بیرته تګ

User account menu