میدان وردګ ولایت کې د درې استنادي دېوالونو او دوو کانالونو د پروژو چارې د سل زره ډالرو په ارزښت پيل شوې
د میدان وردګ ولایت د نرخ ولسوالي په کریم دادو او صد مردې سیمو کې د درې استنادي دېوالونو د۱۷۰متره په اوږدوالي او ۴ متره لوړوالي او د دوو کانالونو چارې د سل زره ډالرو په ارزښت د میدان ښار د سیندیزې حوزې د رئيس محترم مولوي عبدالصمد حلیم، د میدان وردګ ولایت د دفتر د رئيس محترم مفتي ضابط حارث او یو شمېر نورو سیمه ییزو مسؤلینو په شتون کې پيل شوې.
ښاغلي حلیم د نوموړو پروژو په پرانیست غونډه کې وویل چې د اسلامي امارت په بیاواکمنېدو سره په میدان وردګ ولایت کې لسګونه پروژې پلي شوې او د یو شمېر نورو پروژو چارې روانې دي او په نږدې راتلونکي کې به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
د نوموړو پروژو چارې د ایف، اې، او موسسې په مالي لګښت د میدان ښار سیندیزې حوزې تر څارنې لاندې پرمخ وړل کېږي او چارې به یې د درې میاشتو په موده کې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.