ننګرهار ولایت کې دوه پروژې د څه باندې دوولس میلیونه افغانیو په ارزښت ګټې اخیستنې ته و سپارل شوې
د ننګرهار ولایت په هسکه مېنې ولسوالي کې د ګور ګوري کانال د بیارغونې، پاکاري او د شابي کانال د بیارغونې او پاکاري پروژو چارې د دوولس میلیونه، پنځه سوه اتیا زره او درې سوه شپږ شپيته افغانیو(۱۲۵۸۰۳۶۶) په ارزښت د ننګرهار سیندیزې حوزې رئيس ښاغلي سید فضل احد هاشمي، د هسکې مېنې ولسوال او یو شمېر نورو مسؤلینو په ګډون ګټې اخیستنې ته و سپارل شوې.
یاد کانالونه د بیارغونې او پاکاري وروسته، د نه ویشت زره جریبه ځمکې د خړوبولو وړتیا لري او پکې د دیارلس زره، اته سوه او اته شپیته کسانو لپاره د کار زمینه برابره شوې وه.
د یادو کانالونو د بیارغونې او پاکاري چارې د ننګرهار سیندیزې حوزې ترڅارنې لاندې د UNDP سازمان په مالي ملاتړ د اسلامیک ریلیف موسسې له خوا پلې شوې دي.
