ننګرهار ولایت کې د چغرې چکډم سیمه اړوند قراردادي شرکت ته وسپارل شوه

mew-admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۰ - ۹:۲۱
1

د ننګرهار د اوبو او انرژي ریاست مسؤلینو د دغه ولایت د چپرهار ولسوالي اړوند د چغرې کلي چکډم سیمه د اړوند قراردادي شرکت مسؤلینو ته وسپارله او هغوی ته یې د پروژې د غوره کیفیت او په ټاکلي وخت باندې د چارو د پای ته رسولو په موخه اړینې لارښوونې وکړې.

همدغه راز، د ننګرهار د اوبو او انرژي ریاست مسؤلینو د دغه ولایت په مومندرې ولسوالي کې د ویالو د پاکاري او بیارغونې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو مسؤلینو ته د چارو د غوره پرمخ وړلو په موخه اړینې لارښوونې وکړې.

د یادونې وړ ده، چې د ویالو د پاکاري او بیارغونې پروژې چارې د جی، اې، ان، اچ، او موسسې په مالي لګښت د ننګرهار د اوبو او انرژي ریاست تر څارنې لاندې پرمخ وړل کېږي، چې پکې ګڼ شمېر کسانو ته د کار زمینه چمتو شوې ده.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۹ - ۹:۵۳
Background image

په غزني ولایت کې د شینکي ۹ کاریز د چکډيمونو د پروژو چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۸/۲/۲۶ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۵/۱۹ هـ ل

د غزني ولایت په ګیلان ولسوالي کې د شینکي ۹ کاریز د چکډیمونو د پروژو د چارو له بهیر څخه څارنه وشوه.

د یادې پروژې چارې چې د اوبو او انرژي وزارت له. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۵ - ۹:۱۳
Background image

په لوګر ولایت کې د شولک چکډیم پروژې چارې ۷۵ سلنه پرمخ تللې دي

۱۴۴۸/۲/۲۲ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۵/۱۵ هـ ل

د لوګر سیندیزې فرعي حوزې ریاست مسؤلینو د لوګر ولایت د مرکز اړوند د شولک چکډیم پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه.

د یادې پروژې چارې، چې د اوبو او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۳ - ۱۶:۲۱
Background image

د اوبو او انرژي وزارت او د جاپان د پي اېم اېس مؤسسې ترمنځ د یو شمېر پروژو هوکړه لیک لاسلیک شو

۱۴۰۵/۵/۱۳ هـ.ش | ۱۴۴۸/۲/۲۰ هـ.ق

د اوبو او انرژي وزیر محترم الحاج ملا محمد یونس آخندزاده صاحب د جاپان د پي اېم اېس مؤسسې له استازي سره د اوبو اړوندو پروژو د تمویل او پلي کولو په موخه، د. . .

بیرته تګ

User account menu