هرات ولايت کې دپاشدان بند پروژې  دپاتې چارو پرانيسته وشوه

mew-admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۰ - ۸:۱۰
1

نن  د هرات د پاشدان بند پروژې پاتې چارې د ریاست الوزراء د اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر آخوند، د اوبو او انرژي سرپرست وزیر محترم ملاعبداللطیف منصور، د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معین محترم مجیب الرحمن آخندزاده، د هرات والي محترم نوراحمد اسلام جار او د هرات د سپين ږیرو او مشرانو په شتون کې پرانيستل شوه.

غونډه لومړی د قران عظیم الشان په مبارکو ایاتونو په تلاوت سره پيل شوه، وروسته د پروژې د قراردادي شرکت استازي میلمنو ته وینا وکړه او د پروژې د پاتې چارو د بشپړولو لپاره یې ژمنه وکړه.

همدارنګه د یاد شرکت استازي وویل چې په دې پروژه کې په لسګونه افغاني او بهرني انجنیران کار کوي.

همدارنګه تر هغه وروسته د هرات والي محترم نوراحمد اسلام جار میلمنو ته ښه راغلاست وويل او له قراردادي شرکت څخه یې مننه وکړه چې د پروژې د تکمیل لپاره ټولې هڅې کوي.

وروسته د اوبو او انرژي سرپرست وزیر محترم ملاعبداللطیف منصور وینا وکړه. محترم وزیر صاحب په خپله وینا کې وویل چې اسلامي امارت خلکو ته امنیت تامین کړی دی او د معیشت د تامین لپاره په مختلفو ولایتونو کې لویې، متوسطې او کوچنۍ پروژې په کار اچولي دي. هغه زياته کړه چې په راتلونکې کې به د اوبو او انرژي وزارت په هرات او نورو ولایتونو کې نورې پروژې هم افتتاح کړي. همدارنګه وزیر صاحب په پای کې له خلکو غوښتنه وکړه چې د اسلامي امارت له پالیسیو او برنامو څخه ملاتړ وکړي.

د غونډې په وروستۍ برخه کې د اسلامي امارت د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند وینا وکړه. ملا صاحب وویل چې اسلامي امارت د اوبو د مدیریت لپاره ژمن دی او په دې اړه چې کوم پلانونه او برنامې په پام کې نیول شوې دي پلي کېږي به. همدارنګه ملا صاحب زیاته کړه چې د هرات خلکو د اسلام لپاره ډېرې قربانۍ ورکړې دي او له همدې امله باید د دوی لاس ونیول شي. نوموړي په پای کې وویل چې اسلامي امارت ژمن دی چې ټولې نیمګړې او ناتکمیلي پروژې تکمیلې کړي. نوموړي له هېوادوال شرکت څخه غوښتنه وکړه چې د پاشدان بند پروژه په صادقانه توګه د مشخصاتو مطابق په خپل وخت بشپړه کړي.

د غونډې په دوهمه برخه کې مشرانو د بند له مختلفو برخو څخه لیدنه وکړه او  د بند سر ته يې تشریف یووړ او پروژه یې په رسمي توګه پرانيسته.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۲:۴۶
Background image

د اوبو او انرژي وزیر ارزګان ولایت ته سفر وکړ

۲۸ رمضان ۱۴۴۷ هـ ق

۲۶ حوت ۱۴۰۴ هـ ل

د اوبو او انرژي وزیر محترم الحاج  ملا محمد یونس آخندزاده او ورسره مل ددغه وزارت د انجینري چوپړتیاوو او اوبو تاسیساتو عمومي رئیس محترم انجینر. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۴:۳۷
Background image

ارزګان ولایت کې د ګوهرګین کانال د ټینګښت پروژه د ۹۰ زره آمریکایي ډالرو په لګښت بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

د ارزګان ولایت د چهارچینو ولسوالي اړوند د ګوهرګین کانال پروژه د ۹۰زره آمریکایي ډالرو په لګښت بشپړه او د ترینکوټ سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم مولوي خلیل الرحمن عمري او یو شمېر نورو سیمه. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۴:۲۴
Background image

کندهار ولایت کې د یوې پروژې چارې د اوبو او انرژي وزیر په شتون کې د ۱۱۰ میلیونه افغانيو په لګښت پیل شوې

د کندهار ولایت د کښته میوند ولسوالي په بند تیمور سیمه کې د یوې پروژې چارې د ۱۱۰ میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو او انرژي وزیر محترم الحاج ملا محمد یونس آخندزاده، انجنیر اسدالله عمار، د. . .

بیرته تګ

User account menu