>هر څه د شریعت په تله کې» تر سرلیک لاندې د دعوت او ارشاد روزنیز او اصلاحي سمینار  ترسره شو

mew-admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۹/۲ - ۱۳:۲۲
1

دغه سمینار د اوبو او انرژي وزارت د عمومي غونډو په تالار کې د اوبو او انرژي وزارت د دعوت او ارشاد رئيس محترم مولوي ګل رحمن عارف په شتون کې د دغه وزارت د ګڼ شمېر کارمندانو په ګډون ترسره شو.

په دغه سمینار کې، د اوبو او انرژي وزارت د دعوت او ارشاد رئيس د شریعت له احکامو سره سم د کړنو د ترسره کولو په هکله خبرې وکړې او ټینګار یې وکړ، چې هغه وخت د انسان کړنې د بنسټیز ارزښت درلودونکي دي چې یوازې او یوازې د خدایﷻ د خوښۍ په موخه ترسره شي.

هغه همدارنګه په خپلو خبرو کې وویل چې اخروي ژوند له دنیوي ژوند څخه مهم دی او اړینه ده چې هر انسان په شپه او ورځ کې د خپل اخروي ژوند لپاره یو کره وخت وټاکي او په دې ټاکل شوې وخت کې خپلې کړنې محاسبه کړي.

ښاغلي مولوي عارف د دغو سمینارونو د ترسره کولو  موخه د کارمندانو د دیني او معنوي وړتیا لوړونه وبلله او ټینګار یې وکړ، چې د بشر د دنیوي او اخروي ژوند د بریا لاره یوازې د دیني احکامو زده کړه او پرې عمل دی.

د یادونې وړ ده، چې دغه روزنیز او اصلاحي سمینارونه په اونۍ کې یو ځل د دعوت او ارشاد ریاست له لوري د اوبو او انرژي په وزارت کې ترسره کېږي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۷ - ۱۱:۴۰
Background image

خوست ولایت کې د اوبو په برخه کې د دوو پروژو چارې پيل شوې

د خوست ولایت د علیشرو تریزایي ولسوالي اړوند د شاوې سربند او چندو کلي د اوبو رسونې پروژو چارې د خوست د اوبو او انرژي رئيس محترم مولوي عبدالقیوم ثابت، د دغه ریاست تخنیکي ټیم او د خوست. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۵ - ۱۲:۹
Background image

فاریاب ولایت کې د اجریم غلبلې چکډم پروژې چارې ۹۰ سلنه پرمخ تللې دي

د فاریاب د اوبو او انرژي ریاست څارنیز ټیم د فاریاب ولایت په المار ولسوالي کې د اجریم غلبلې چکډم پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو مسؤلینو ته یې د چارو د غوره پرمخ وړلو په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۵ - ۱۲:۵
Background image

د هرات د اوبو او انرژي رئيس د هغه ولایت د تیلو ټانکونو ټولنې له مسؤلینو سره د تیلو ټانکونو په انګړ کې د جذبي څاګانو د کېندلو په هکله خبرې، اترې وکړې

د هرات د اوبو او انرژي رئيس محترم مولوي سردار عزیزي د هغه ولایت د تیلو ټانکونو ټولنې له رئيس او مرستیالانو سره وکتل او د تیلو ټانکونو په انګړ کې د جذبي څاګانو د کېندلو په هکله بحث او د. . .

بیرته تګ

User account menu