پروان ولایت کې د چاریکار کانال د پاکاري پروژې چارې پيل شوې

پروان ولایت کې د چاریکار کانال د سربند د پاکاري پروژې چارې د یاد ولایت دمرستیال والي، د غوربند- چاریکار سیندیزې فرعي حوزې رئيس ښاغلي انجنیر مجیب الرحمن حبیبي په ګډون د ملګرو ملتونو سازمان د بشرپاله مرستو په مالي ملاتړ پيل شوه.
د یادې پروژې چارې د غوربند- چاریکار سیندیزې فرعي حوزې تر څارنې لاندې پرمخ وړل کېږي.