پنجشیر ولایت کې د غلبک سیند څنډو د ټینګښت پروژه د نږدې یو نیم میلیون افغانیو په لګښت پیل شوه

MEW-Media
چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۱۶ - ۱۰:۴۶
۱

د پنجشیر ولایت په عنابه ولسوالي کې د غلبک(آبدره) سیند څنډو د ټینګښت پروژه د ۱ میلیون، ۴۱۸ زره او ۳۵۹ افغانیو په لګښت د پنجشیر د اوبو او انرژي رئيس محترم مولوي فضل الله عادل، قومي مشرانو او د قراردادي شرکت د مسؤلینو په شتون کې پیل شوه.

د پنجشیر د اوبو او انرژي رئيس د دغې پروژې په پرانیست غونډه کې د اوبو او انرژي وزارت له رهبري څخه په دغه ولایت کې د پراختیایي پروژو د پلي کولو له کبله مننه وکړه او خلکو ته یې د رښتیني  خدمت ژمنه وکړه.

د دغې پروژې چارې د اوبو او انرژي وزارت له پراختیایي بودجې څخه د پنجشیر د اوبو او انرژي ریاست تر څارنې لاندې پرمخ وړل کېږي، چې د چارو په بشپړېدو سره به یې په غلبک کلي کې لسګونه جریبه کرنیزې ځمکې، میوه لرونکې ونې او د اوبو لګولو یو کانال د موسمي سیلابونو له ګواښونو څخه خوندي شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۶ - ۱۵:۵۲
Background image

د اوبو او انرژي وزیر کندز ولایت کې د آمو سیند څنډو د تحکیماتو له پلې شوې پروژې څخه لیدنه وکړه

د اوبو او انرژي وزیر محترم الحاج ملا محمد یونس آخندزاده او د اوبو معین محترم مجیب الرحمن عمر آخندزاده کندز ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د امام صاحب ولسوالي په نجم الدین برزنګي سیمه کې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۶ - ۱۵:۴۰
Background image

د اوبو او انرژي وزیر د بدخشان ولایت د شورآبک برېښنا بند څخه لیدنه وکړه

د اوبو او انرژي وزیر محترم الحاج ملا محمد یونس آخندزاده او د اوبو معین محترم مجیب الرحمن عمر آخندزاده او ورسره مل پلاوي بدخشان ولایت ته سفر وکړ او د شورآبک برېښنا بند څخه لیدنه وکړه.

ه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۵ - ۱۶:۲۳
Background image

پکتیا ولایت کې د شاهي کوټ سورکي چکډم پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وشوه

د پکتیا سیندیزې فرعي حوزې ریاست سلاکار محترم انجنیر فضل الرحیم رحیمي او ورسره مل تخنیکي ټیم د پکتیا ولایت د روحاني بابا ولسوالي اړوند د شاهي کوټ سورکي چکډم پروژې د چارو له بهیر څخه. . .

بیرته تګ

User account menu