په تخار او زابل ولایتونو کې د اوبو مدیریت پروژو په اړه لیدنه

MEW-Media
دوشنبه ۱۳۹۹/۱۲/۴ - ۹:۴
999

د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې لوی رئيس ښاغلي انجنیر خان محمد تکل په خپل کاري دفتر کې په سیاسي چارو کې د جمهور رئيس ارشد سلاکار الحاج محمد داود ګلزار او د تخار ولایت یو شمېر قومي مشرانو او ځوانانو سره وکتل.

په دغه لیدنه کې په تخار ولایت کې د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې پراختیاي پروژو په ځانګړي ډول: بندونو جوړولو، د کانالونو بیارغونې او سیندغاړو تحکیماتو په اړه خبرې او د نظرونو تبادله وشوه.

په دغه لیدنه کې د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې لوی رئيس ښاغلي انجنیر خان محمد تکل په تخار ولایت کې د اوبو مدیریت پراختیاي پروژو د پلي کېدو ډاډ ورکړ او زیاته یې کړه: "د اوبو مدیریت پراختیاي پروژو د پلي کولو په برخه کې به د تخار ولایت د خلکو ستونزو ته پاملرنه کیږي."

د اوبو د چارو د تنظیم ملي اداره

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۹ - ۱۵:۱۵
Background image

د اوبو او انرژي وزارت اداري ناسته د دغه وزارت د رهبري مقام تر مشري لاندې ترسره شوه

د ۱۴۴۷ هـ.ق کال د ذی‌القعدې لومړۍ نېټه

د ۱۴۰۵ هـ.ل کال د وري ۲۹ نېټه

د اوبو او انرژي وزارت اداري ناسته د اوبو او انرژي وزیر محترم الحاج ملا محمد یونس آخندزاده تر مشري لاندې د دغه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۹ - ۱۲:۲۸
Background image

 په جلال آباد ښار او د ننګرهار ولایت په دوو ولسوالیو کې د اوبو کچه لوړه شوې ده

د لاندنې کابل (جلال آباد) سیندیزې فرعي حوزې ریاست مسؤلینو په جلال آباد ښار او د ننګرهار ولایت په بهسودو او سرخ‌رود ولسوالیو کې له ۲۵ کړیو څارنیزو څاګانو څخه د روان زېږدیز کال د اپریل. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۶ - ۱۵:۸
Background image

د لوګر سیندیزې فرعي حوزې رئيس د سرخاب ذخیروي بند څخه لیدنه وکړه

د لوګر سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم ملا محمد اسماعیل آخندزاده او ورسره مل تخنیکي ټیم د محمد آغې ولسوالي اړوند د سرخاب ذخیروي بند څخه لیدنه وکړه.

نوموړی بند چې له پخوانیو بندونو څخه. . .

بیرته تګ

User account menu