په تخار ولایت کې د درې استاف ګیچونو د موقعیت د تثبیت په موخه لومړنۍ سروې ترسره شوه
د پنج ښکتنې سیندیزې فرعي حوزې تخنیکي ټیم د تخار ولایت د رستاق، چاه آب او ینګی قلعه ولسوالیو پر سیلبرونو باندې د استاف ګیچونو د موقعیت د تثبیت په موخه لومړنۍ سروې ترسره کړه.
د یادولو وړ ده، چې دغه استاف ګیچونه د یادو سیلبرونو د اوبو د اندازه ګیري په موخه به نصب شې.
