په سمنګان ولایت کې د کهنه ایبک او کاریز کانالونو د پاککاري چارې د اوبو سرچینو د اغېزمن مدیریت په موخه پیل شوې
۱۴۴۸/۵/۲۴ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۸/۱۴ هـ.ل
په سمنګان ولایت کې د کهنه ایبک او کاریز کانالونو د پاککاري چارې د اوبو د غوره بهیدو، منظم لېږد او د کرنیزو ځمکو د خړوبولو لپاره د اغېزمنې زمینې د چمتو کولو په موخه د عمومي حشر له لارې د خلم – ایبک سیندیزې فرعي حوزې ریاست د مسؤلینو په شتون کې پیل شوې.
د کهنه ایبک کانال د ۲۲ کیلومتره اوږدوالي په درلودلو سره د ۵۲۲ هکتاره کرنیزې ځمکې او د کاریز کانال د ۱۹ کیلومتره اوږدوالي په درلودلو سره د څه باندې ۱۳۰۰ هکتاره کرنیزې ځمکې د خړوبولو وړتیا لري.
د یادونې وړ ده، چې له یادو کانالونو څخه ګڼ شمېر کورنۍ ګټه پورته کوي.
