په غور ولایت کې د چکډمونو دوه پروژې د نږدې پنځه میلیونه افغانیو په ارزښت ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

mew-admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۵/۳۱ - ۱۱:۴۲
1

د غور ولایت په الفاروق او ساغر ولسوالیو کې د مونیار او جرتلاوق چکډمونو پروژې د څلور میلیونه، نهه سوه، نهه څلوېښت زره، شپږ سوه او نولس(4949619) افغانیو په ارزښت د غور سیندیزې فرعي حوزې د رئيس محترم ملا رحمت الله اماني، د ولایت مقام د استازي، د الفاروق او ساغر ولسوالیو د مسؤلینو او د سیمې د ځایي اوسیدونکو په شتون کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.

د غور سیندیزې فرعي حوزې رئيس د نوموړو چکډمونو ګټې ته د سپارلو په غونډه کې د هغوی د ارزښت په هکله خبرې وکړې او اوبه یې د ژوند اړینه ماده وبلله او پر عادلانه ګټې اخیستنې باندې ټینګار وکړ.

نوموړي چکډمونونه د اوبو او انرژي وزارت له پراختیایي بودجې څخه په نوموړو ولسوالیو کې د سیلابونو د کنټرول، د موسمي اوبو د راټولولو او د ځمکې لاندې اوبو د تغذیې په موخه پلي شوې چې د 3185.81 متر مکعب اوبو د زېرمه کولو وړتیا لري.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۱ - ۱۶:۱۵
Background image

د ځمکې لاندې اوبو د مدیریت الکترونیکي سیسټم پرانیستل شو او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

دغه سیسټم د اوبو او انرژي وزارت د معلوماتي ټکنالوژي ریاست له لوري د اوبو سرچینو د غوره مدیریت، څارنې او د معلوماتو د ډیجیټال سازي په موخه جوړ شوی، چې د یوې ناستې په ترڅ کې د اوبو معین. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۱ - ۱۵:۳
Background image

غور ولایت کې د یوه چکډم پروژه د نږدې دوه نیم میلیونه افغانیو په لګښت بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

د غور ولایت د تیورې ولسوالي په آنه کلي کې د آنه چکډم پروژه د ۲ میلیونه، ۴۳۵ زره او ۷۵۰ افغانیو په لګښت بشپړه او د ولایت مقام د استازي، د غور د اوبو او انرژي ریاست تخنیکي ټیم او یو شمېر. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۱ - ۹:۲
Background image

د اوبو او انرژي وزارت پلاوي ایران هېواد کې د "برېښنا صنعت" ترسرلیک لاندې  ۲۵ نړیوال نندارتون کې ګډون وکړ

د اوبو او انرژي وزارت پلاوی چې پکې محترم مولوي عبدالرحمن رحماني، د پایدارې انرژي عمومي رئيس، محترم انجنیر محمد اسماعیل عمار مموزی، د انرژي د انجنیري چوپړتیاوو مشورتي رئيس او محترم مولوي. . .

بیرته تګ

User account menu