په فاریاب ولایت کې د ګردي مرشکار سربند سروي ترسره شوه
 
              د فاریاب ولایت د پښتونکوټ ولسوالي په ګردي مرشکار کلي کې د ګردي مرشکار سربند لومړنۍ، تخنیکي، اقتصادي، ټولنیز او د چاپېریال سروې د شیرین تګاب میمني سیندیزې فرعي حوزې تخنیکي ټیم له لوري ترسره شوه.
