په فراه ولایت کې د بخش آباد بند د انحرافي تونلونو پروژه پرانیستل شوه

mew-admin
شنبه ۱۴۰۲/۲/۳۰ - ۱۹:۳۱
1

په فراه ولایت کې د بخش آباد بند د انحرافي تونلونو پروژه د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال محترم الحاج ملا عبدالغني برادر، د اوبو او انرژي وزارت سرپرست وزیر محترم ملا عبداللطیف منصور، د اطلاعاتو او کلتور وزارت نشراتي معین محترم مولوي حیات الله مهاجر فراهي، د فراه مرستیال والي محترم مولوي عبدالکریم جهادیار او یو شمېر نورو مسؤلینو په شتون کې پرانیستل شوه.

د یادې پروژې په پرانیست غونډه کې د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال، د بخش آباد بند پروژه د فراه ولایت  دخلکو لپاره مهمه او حیاتي وګڼله او ویې ویل چې مونږ په خپل ټول توان د دغې پروژې په بشپړولو کې د فراه ولایت د خلکو ترڅنګ ولاړ یو.

د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال په دې غونډه کې وویل چې د بخش آباد بند د پاتو چارو د بشپړولو په برخه کې به له شته امکاناتو څخه ګټه واخلو او له قراردادي شرکت څخه یې وغوښتل چې په اخلاص او امانتدارۍ سره ورسپارل شوې چارې بشپړې کړي.

په ورته مهال، د اوبو او انرژي وزارت سرپرست وزیر محترم ملا عبداللطف منصور د بخش آباد بند د انحرافي تونلونو د پروژې په پرانیست غوڼده کې  وویل چې د فراه ولایت د خلکو ستونزو ته په کتو، نوموړي پروژې ته مو لومړیتوب ورکړ. هغه زیاته کړه چې د بخش آباد بند په جوړېدو سره به په فراه ولایت کې کرنیز فعالیتونه لا پياوړي او ستره اقتصادي وده به رامنځته شي.

د اوبو او انرژي وزارت سرپرست وزیر د یادې پروژې په پرانیست غونډه کې وویل، چې زمونږ کار یوازې په خبرو نه، بلکې په عمل کې ده او نن د دې سترې پروژې پرانیسته یې یوه بیلګه ده.

ټاکل شوې ده چې  ياده پروژه په نېږدې راتلونکي کې ګټې اخيستنې ته وسپارل شي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۳ - ۱۴:۴
Background image

د اوبو او انرژي وزیر د غزني ولایت د سلطان ذخیروي او اوبولګولو بند څخه لیدنه وکړه

د اوبو او انرژي وزیر محترم الحاج ملا محمد یونس آخندزاده او ورسره مل د دغه وزارت د انجنیري چوپړتیاوو او اوبو تاسیساتو عمومي رئيس محترم انجنیر اسدالله عمار غزني ولایت ته سفر وکړ او په. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۳ - ۱۰:۲۹
Background image

زابل ولایت کې یوه تحکیماتي پروژه د نږدې ۵ میلیونه افغانیو په لګښت ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

د زابل ولایت د شېنکي ولسوالي اړوند ګیرو سیمه کې یوه تحکیماتي پروژه د ۴ میلیونه، ۸۵۷ زره او ۵۳ افغانیو په لګښت بشپړه او د سیمه‌ایزو مسؤلینو په شتون کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

نوموړې. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۳ - ۱۰:۸
Background image

غزني ولایت کې د زرد آلو ذخیروي او اوبولګولو بند جیولوجیکي څېړنې ترسره شوې

د غزني ولایت په قره باغ ولسوالي کې د زرد آلو ذخیروي او اوبولګولو بند ساحوي جیولوجیکي څېړنې د یوه کورني شرکت، د اوبو انرژي وزارت د څېړنو ریاست او د غزني سیندیزې فرعي حوزې ریاست د تخنیکي. . .

بیرته تګ

User account menu