په لغمان ولایت کې د څه باندې سل زره ډالرو په ارزښت د عمرزیو دکانال محافظوي دیوال او سوپر پسیج پروژې د جوړېدو چارې پيل شوې
په لغمان ولایت کې د څه باندې سل زره آمریکایي ډالرو په ارزښت د عمرزیو د کانال محافظوي دیوال او سوپر پسیج پروژې د جوړېدو چارې د لغمان والي ښاغلي قاري زین العابدین عابد، د سیندیزې فرعي حوزې رئيس ښاغلي مولوي شیرجان راشدي او یو شمېر نورو سیمه ییزو مسؤلینو په ګډون پيل شوې.
په یاده پروژه کې ګڼو کسانو ته د کار زمینه برابره شوې او په زرګونه جریبه کرنیزه ځمکه به خړوبه کړي.
د یادې پروژې چارې به د دریو میاشتو په موده کې د UNDP سازمان په مالي ملاتړ د لغمان سیندیزې فرعي حوزې تر څارنې لاندې بشپړې شي.
