په لوګر ولایت کې د اوبو تاسیساتو پروژو لومړنۍ سروې ترسره شوه
 
              د لوګر سیندیزې فرعي حوزې تخنیکي ټیم له لوري د یاد ولایت په محمد آغې ولسوالي کې د اوبو تاسیساتو پروژو چې استنادي دیوالونه، سربندونه، چکډمونه، د کانالونو پاکاري، د واټرشید ساحې، د کانالونو سربندونه، کاریزونه او لمریزه انرژي پکي شاملې دي، سروې او ارقام یې راټول کړل.
