په میدان وردګو ولایت کې د پنځه چکډمونو د جوړولو چارې د 17 میلیون افغانیو په ارزښت بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

mew-admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۱۰/۲۱ - ۸:۵۱
1

د میدان وردګو ولایت په نرخ، چک، جلریز، جغتو او سید آباد ولسوالیو کې د پنځه چکډمونو د جوړولو چارې د 17 میلیون افغانیو په ارزښت بشپړې او د اوبو او انرژي سرپرست وزیر محترم الحاج ملا عبداللطیف منصور، د میدان وردګو والي محترم قاري بختیار معاذ، د میدان ښار سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم مولوي عبدالصمد حلیم او یو شمیر نورو سیمه ییزو مسئولینو او قومي مشرانو په شتون کې  ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.

ددغو چکډمونو ګټې اخیستنې ته د سپارلو پۀ مراسمو کې د اوبو او انرژي سرپرست وزیر محترم الحاج ملا عبداللطیف منصور وویل، چې د افغانستان اسلامي امارت د پراختیایي پروژو د پلي کولو په برخه کې له ولس سره کړیو وعدو ته ژمن دی، چې نن یې د ۵ چکډمونو د جوړیدو چارې بشپړې او ګټه اخیستنې ته وسپارل شوې.

د یادونې وړ ده چې نوموړې پروژې د 17 میلیون افغانیو په ارزښت د اوبو او انرژي وزارت په مالي لګښت سره پلي شوې او په راتلونکي کال کې به هم د میدان وردګو ولایت په دریو نورو ولسوالیو کې ورته چکډمونه جوړ شي.

نوموړي چکډمونه د ځمکې لاندې اوبو سرچینو د پیاوړتیا، د موسمي سیلابونو د کنترول او د کرنیزو ځمکو د خړوبولو په موخه جوړ شوي دي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۸ - ۱۴:۳۴
Background image

سمنګان ولایت کې یو شمېر پروژې تر څارنې او ارزونې لاندې ونیول شوې

د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معینیت تر چتر لاندې د اوبو څارنې او ارزونې ریاست مسؤلینو په سمنګان ولایت کې یو شمېر بشپړ شوې او تر کار لاندې پروژې تر څارنې او ارزونې لاندې ونیولې او اړوندو. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۸ - ۸:۵۱
Background image

د هریرود- مرغاب عمومي حوزوي رئيس له سلما بند څخه د خوشې شوو اوبو له بهیرڅخه د اوبو عادلانه وېش مراعاتولو په موخه څارنه وکړه

د هریرود- مرغاب عمومي حوزوي رئيس محترم مولوي عبدالسلام مستوفي آغا او ورسره مل تخنیکي ټیم زنده جان او غوریان ولسوالیو ته سفر وکړ او له سلما بند څخه د خوشې شوو اوبو له بهیر څخه د اوبو. . .

شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۷ - ۱۱:۴۰
Background image

خوست ولایت کې د اوبو په برخه کې د دوو پروژو چارې پيل شوې

د خوست ولایت د علیشرو تریزایي ولسوالي اړوند د شاوې سربند او چندو کلي د اوبو رسونې پروژو چارې د خوست د اوبو او انرژي رئيس محترم مولوي عبدالقیوم ثابت، د دغه ریاست تخنیکي ټیم او د خوست. . .

بیرته تګ

User account menu