په میدان وردګ ولایت کې د سربندونو او کانالونو اووه پروژې د څه باندې پنځه میلیونه افغانیو په ارزښت ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې
د میدان وردګ ولایت په مرکز، میدان ښار، چک، سید آباد او نرخ ولسواليو کې د سربندونو او کانالونو اووه پروژې د پنځه میلیونه، درې سوه پنځه دېرش زره، اته سوه او درې پنځوس افغانیو(۵۳۳۵۸۵۳) په ارزښت د یاد ولایت د والي ښاغلي محمد امین عمري، د میدان ښار سیندیزې فرعي حوزې رئيس ښاغلي مولوي عبدالصمد حلیم او یو شمېر سیمه ییزو مسؤلینو په ګډون ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
د یادو پروژو چارې چې د اوبو په سکتور کې د بشري مرستو په مالي ملاتړ د میدان ښار سیندیزې فرعي حوزې تر څارنې لاندې پلې شوې، د ۳۵۲۰ جریبه کرنیزې ځمکې د خړوبولو وړتیا لري او پکې سلګونو کسانو ته د کار زمینه برابره شوې وه.
