په ننګرهار ولایت کې د انرژي ولایتي کمېټې لومړنۍ ناسته ترسره شوه

mew-admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۰ - ۱۶:۳۰
1

په ننګرهار ولایت کې د دغه ولایت د اوبو او انرژي ریاست تر چتر لاندې د ختیځ زون انرژي د تنظیم امریت له لوري په ننګرهار ولایت کې د بېلابېلو وزارتونو د سکټورونو د مسؤولینو په ګډون د انرژي ولایتي کمېټه جوړه شوه او لومړنۍ ناسته یې د ننګرهار ولایت د مقام د غونډو په تالار کې ترسره شوه.

په دغه ناسته کې، د ننګرهار مرستیال والي ددغې کمېټې د ارزښت په تړاو خبرې وکړې او زیاته یې کړه چې نوموړې کمېټه د ملي پرمختګ او اقتصادي ودې لپاره یوه ستره هڅه ده او هغه د کمېټې غړو ته د پوره همکاري ډاډ هم ورکړ.

همدارنګه د ختیځ زون د انرژي د تنظیم امر د نوموړې کمېټې د دندو، مسؤولیتونو او صلاحیتونو په هکله بشپړ معلومات وړاندې کړل.

د یادولو وړ ده چې په دغه ناسته کې د طرزالعمل سره سم د ننګرهار د اوبو او انرژي رئیس الحاج سید فضل احد هاشمي د ددغې کمېټې د رئیس په توګه وټاکل شو او د کمېټې سکرټریت به د ختیځ زون د انرژي د تنظیم امریت له لوري مخ ته وړل کېږي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۹:۳۶
Background image

په غزني ولایت کې د ۱۳۱ میګاواټه لمریزې برېښنا پروژې چارې په چټکۍ سره روانې دي

۱۴۴۸/۱/۲ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۳/۲۸ هـ ل

په غزني ولایت کې د ۱۳۱ میګاواټه لمریزې برېښنا پروژه چې چارې یې د عزیزي انرژي شرکت په پانګونې د اوبو او انرژي وزارت اړوند د غزني فرعي سیندیزې حوزې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۱:۱
Background image

غزني ولایت کې د روانو پروژو د چارو له بهیر څخه څارنه وشوه

۱۴۴۷/۱۲/۳۰هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۳/۲۶هـ ل

د غزني ولاړو اوبو فرعي سیندیزې حوزې ریاست مسؤلینو د دغه ولایت په ګیرو او اندړو ولسوالیو کې د کاریزونو او کانالونو د پاک‌کاري او سنګ‌کاري  پروژو د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۱:۳۵
Background image

په پکتیا ولایت کې د څه باندې ۵زره جریبه کرنیزو ځمکو د اوبو لګونه په څاڅکي اوبو لګولو بدل شوی دی

۱۴۴۷/۱۲/۲۳ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۳/۱۹ هـ ش

د پکتیا فرعي سیندیزې حوزې رئيس محترم ملا محمد اسماعیل آخندزاده، د ولایت مقام د دفتر رئيس محترم مولوي نورالله ممتاز، د اوبو لګولو او مالداري رئيس. . .

بیرته تګ

User account menu