په نورستان او کنړ ولایتونو کې د پنځو استاف ګیچونو د نصبولو لپاره موقعیتونه وټاکل شول
د کابل سیندیزې حوزې او د نورستان سیندیزې فرعي حوزې ګډ تخنیکي ټیم د نورستان ولایت د کامدیش ولسوالي د پیړوک، اورمول او برګمټال پر سیندونو او د وانت وایګل ولسوالي پر وایګل سیند باندې د استاف ګیچونو د نصبولو لپاره موقعیتونه وټاکل او د ګوردیش هایدرومیتیورولوژي استیشن د ساتنې او مراقبت چارې یې ترسره کړې.
همدارنګه، د کابل سیندیزې حوزې او د کنړ سیندیزې فرعي حوزې ګډ تخنیکي ټیم په بریکوټ سیمې کې د کنړ پر سیند باندې د استاف ګیچ د نصبولو لپاره هم موقعیت وټاکهٔ.
د یادونې وړ ده، چې پر نوموړو سیندونو باندې د استاف ګیجونو په نصبولو سره به د یادو سیندونو د اوبو کچه معلومه شي.
