په نورستان ولایت کې د انرژي ولایتي کمیټه جوړه شوه
په نورستان ولایت کې د ختیځ زون (کونړ) د انرژي د تنظیم آمریت د انجینري ټیم له خوا د انرژي ولایتي کمیټه جوړه شوه. دغه کمیټه به د انرژي په برخه کې د پروژو د ښه مدیریت او څارنې په موخه په ولایتي کچه خپل فعالیتونه ترسره کړې.
د یادولو وړ ده، چې په دي کمیټه کې به د ولایت مقام، د سیندیزې فرعي حوزې، د کلیو پراختیا او بیارغونې، اقتصاد، چاپېریال ساتنې ریاستونه او د بریښنا آمریت غړیتوب ولرې.
په ورته مهال کې، د ختیځ زون د انرژي د تنظیم آمریت انجینري ټیم د نورستان ولایت مرکز پارون، پشکي، ماندي، مدینه، کانتیوا اټټي، پایوک اباد، پټوي او اسلام پیټ په کلیو کې د لمریزې بریښنا لومړنۍ سروې ترسره کړه.
