په نیمروز ولایت کې د لښکري کانال د لایروبي چارو له بهیر څخه څارنه ترسره شوه
د لاندني هلمند سیندیزې فرعي حوزې رئيس ښاغلي مولوي سید محمد ولي آغا او ورسره مل تخنیکي ټیم د لښکري کانال د لایروبي او د کمال خان ساحې د خاورو اخیستلو د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو مسؤلینو ته یې د چارو د غوره پرمخ وړلو په پار لازم هدایات ورکړل.
