په نیمروز ولایت کې د لښکري کانال د لایروبي چارو له بهیر څخه څارنه ترسره شوه
د لاندني هلمند سیندیزې فرعي حوزې تخنیکي ټیم په نیمروز ولایت کې د لښکري کانال د لایروبي چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او د پروژې مسؤلینو ته یې د چارو غوره پرمخ وړلو او چټکتیا په پار لازم هدایات ورکړل.
