په پروان ولایت کې د درې سوه شپږ دیرش زره(336000) امریکایې ډالرو په ارزښت د استنادي دېوالونو، کانالونو او سربندونو د جوړولو د شپږو پروژو چارې پیل شوې

mew-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۸/۲۳ - ۱۰:۴۸
1

نوموړې پروژې د پروان ولایت په مرکز او د کوه صافي او غوربند په څلورو ولسوالیو کې پلي کیږي، چې د دوه زره(2000) مترو په اوږدوالي، له یو تر پنځو مترو سور او د درې مترو په لوړوالي سره د غوربند، سالنګ او پنجشیر سیندونو په اوږدو کې د استنادي دېوالونو او د کانالونو او سربندونو جوړول شامل دي، چې د اوو میاشتو په موده کې به بشپړې شي.

د یادونې وړ ده، چې نوموړې پروژې د درې سوه شپږ دیرش زره(336000) امریکایې ډالرو په ارزښت د اف، اې، او سازمان په مالي ملاتړ، د غوربند چاریکار سیندیزې فرعي حوزې تر څارنې لاندې د آریا غوربند ودانیز شرکت له لوري پلي کیږي، چې پکې ګڼ شمیر هېوادوالو ته د کار زمنیه چمتو کیږي.

د نوموړو پروژو په پلي کېدو سره به د استوګنې ګڼ شمیر کورونه او کرنیزې ځمکې د سیلابونو له ګواښ څخه خوندي شي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۱ - ۱۷:۳۱
Background image

د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معین د قزاقستان جمهوریت له سفیر سره د ګډو همکاریو د پراختیا په هکله خبرې وکړې

13 شوال 1447 هـ ق

11 حمل 1405 هـ ش

د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معین محترم مجیب الرحمن عمر آخندزاده د خپل کار په دفتر کې، په کابل کې مېشت د قزاقستان له سفیر محترم ګازیز اکباسوف سره. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۱ - ۱۷:۳
Background image

لغمان ولایت کې د یوه بولډروال پروژې چارې ۸۰ سلنه پرمخ تللې دي

د لغمان سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم مولوي شیرجان راشدي او ورسره مل تخنیکي ټیم د لغمان ولایت د قرغیو ولسوالي په عزیزخان کڅ سیمه کې د یوه بولډروال پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۱ - ۱۵:۳۳
Background image

د هرات ولایت د پاشدان بند اوبه د لومړي ځل لپاره د اوبو لګولو په موخه خوشې شوې

د هرات ولایت د پاشدان بند اوبه د لومړي ځل لپاره د کرنیزو ځمکو د خړوبولو په موخه د هریرود- مرغاب سیندیزې حوزې عمومي رئيس محترم مولوي عبدالسلام مستوفي آغا، د لاندنې هریرود سیندیزې فرعي. . .

بیرته تګ

User account menu