په پروان ولایت کې د نمک آب ذخیروي بند سروې ترسره شوه

د غوربند چاریکار سیندیزې فرعي حوزې تخنیکي ټیم، په پروان ولایت کې د نمک آب ذخیروي بند لمړنۍ، اقتصادي، ټولنیزه او د چاپیریال ساتنې سروې ترسره کړه.
د یادونې وړ ده، چې نوموړی بند د پروان ولایت د شمال لویدیځ په 38 کیلومترۍ کې موقعیت لري چې د اوبو ذخیره کولو او د برېښنا د تولید په موخه به ترې ګټه واخیستل شي.