په پکتيا ولايت کې د اوبو د جذبي څاه ګانو د کيندلو په موخه د خصوصي سکټور له مسئولینو سره د همغږۍ غونډه ترسره شوه
د پکتیا سیندیزې فرعي حوزې تخنیکي ټیم، په یاد ولايت کې د اوبو د جذبي څاه ګانو د کيندلو په موخه د خصوصي سکټور له مسئولینو سره د همغږۍ ناسته ترسره کړه او د ځمکې لاندې اوبو څخه د سمې ګټې اخیستنې او د اوبو د ضایعاتو د مخنیوي په هکله یې هم بحث او د اندونو تبادله وکړه.
په دې غونډه کې د خصوصي سکټور مسئولینو د هر راز همکاري ژمنه وکړه.
