په پکتیا ولایت کې د خندقې هايدروميټيورولوژي سټيشن پروژه د څه باندي یوسلو اووه څلویښت زره افغانیو په ارزښت ګټي اخيستنې ته وسپارل شوه.
د پکتیا ولایت په زرمت ولسوالي کې د خندقې هايدروميټيورولوژي سټيشن رغنیزي چارې د څه باندي یوسلو اووه څلویښت زره (۱۴۷۵۰۰) افغانیو په ارزښت د یاد ولایت د فرعي سیندیزې حوزې رئیس مولوي محمد کریم فاتح، د پکتيا ولایت د اقتصاد رئيس مولوي محمد انور راشد او ددې رياست کارکوونکو، د زرمت ولسوالي ولسوال مولوي عبدالرحمن حبيبي، د پکتيا د علماوو شورا مرستيال مولوي نورالله نوري، قومي مشرانو او ځوانانو په شتون کې ګټي اخيستنې ته وسپارل شوه.
د پکتیا فرعي سیندیزې حوزې سلاکار انجنیر نجيب الله توتاخېل دغه سټيشن د اوبو د ارقامو زيرمه کولو په برخه کې ګټور وبالۀ او د هغۀ ارزښت يې ګډونوالو ته په هر اړخيز ډول بيان کړ.
د یادولو وړ ده چې دغه پروژه د پکتیا فرعي سیندیزې حوزې په مالي لګښت ترسره شوه.
