په پکتیا ولایت کې د څه باندې ۵زره جریبه کرنیزو ځمکو د اوبو لګونه په څاڅکي اوبو لګولو بدل شوی دی

mew-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۱:۳۵
1

۱۴۴۷/۱۲/۲۳ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۳/۱۹ هـ ش

د پکتیا فرعي سیندیزې حوزې رئيس محترم ملا محمد اسماعیل آخندزاده، د ولایت مقام د دفتر رئيس محترم مولوي نورالله ممتاز، د اوبو لګولو او مالداري رئيس محترم مولوي سید امین هاشمي او ورسره مل یو شمېر نورو سیمه‌ایزو مسؤلینو د پکتیا ولایت په مرکز، ګردیز، زرمت او روحاني بابا ولسوالیو کې له پلي شوي څاڅکي اوبو لګولو سیسټم څخه څارنه وکړه.

له دغه سیسټم څخه د څارنې او لیدنې پرمهال د اړوندو مسؤلینو له لوري کروندګرو او د سیمې اوسېدونکو ته د څاڅکي اوبو لګولو سیسټم اهمیت او ګټې په عملي توګه وښودل شوې او هغوی یې د یاد سیسټم د ترویج او پراختیا په موخه وهڅول.

د یادونې وړ ده، چې د دغه سیسټم په پلي کېدو سره د اوبو په لګښت کې د سپما ترڅنګ، په اوبو لګولو کې آسانتیا هم رامنځته شوې او د  محصولاتو په کچه کې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۹ - ۹:۵۳
Background image

په غزني ولایت کې د شینکي ۹ کاریز د چکډيمونو د پروژو چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۸/۲/۲۶ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۵/۱۹ هـ ل

د غزني ولایت په ګیلان ولسوالي کې د شینکي ۹ کاریز د چکډیمونو د پروژو د چارو له بهیر څخه څارنه وشوه.

د یادې پروژې چارې چې د اوبو او انرژي وزارت له. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۵ - ۹:۱۳
Background image

په لوګر ولایت کې د شولک چکډیم پروژې چارې ۷۵ سلنه پرمخ تللې دي

۱۴۴۸/۲/۲۲ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۵/۱۵ هـ ل

د لوګر سیندیزې فرعي حوزې ریاست مسؤلینو د لوګر ولایت د مرکز اړوند د شولک چکډیم پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه.

د یادې پروژې چارې، چې د اوبو او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۳ - ۱۶:۲۱
Background image

د اوبو او انرژي وزارت او د جاپان د پي اېم اېس مؤسسې ترمنځ د یو شمېر پروژو هوکړه لیک لاسلیک شو

۱۴۰۵/۵/۱۳ هـ.ش | ۱۴۴۸/۲/۲۰ هـ.ق

د اوبو او انرژي وزیر محترم الحاج ملا محمد یونس آخندزاده صاحب د جاپان د پي اېم اېس مؤسسې له استازي سره د اوبو اړوندو پروژو د تمویل او پلي کولو په موخه، د. . .

بیرته تګ

User account menu