په پکتیکا ولایت کې د 157500 امریکایې ډالرو په ارزښت د 15 پروژو چارې پرانیستل شوې

MEW-Media
چهارشنبه ۱۴۰۲/۴/۲۸ - ۱۶:۴۸
1

د پکتیکا ولایت په نکي ولسوالي کې د 15 پروژو رغنیزې چارې د یو سلو اوه پنځوس زره پنځه سوه (157500) امریکایې ډالرو په ارزښت د نکي ولسوالي ولسوال الحاج مولوي شرف الدین منیر، د ګومل سیندیزې فرعي حوزې استازي انجنیر بخته جان بختیار، د افغانستان لپاره د ناروي کمیټې(NAC) ولایتي مسئول انجنیر ظریف هلال او یو شمیر قومي مشرانو په شتون کې پرانیستل شوې چې پکې د کوچني ذخیروي بندونو، استنادي دېوالونو او د کانالونو پاک کاري شاملي دي.

د یادونې وړ ده، چې نوموړې پروژې د افغانستان لپاره د ناروي کمیټې(NAC) په مالي ملاتړ د ګومل سیندیزې فرعي حوزې تر څارنې لاندې ترسره کېږي چې ګڼ شمېر هېودوالو ته پکې د کار زمینه چمتو کېږي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۱ - ۱۷:۳۱
Background image

د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معین د قزاقستان جمهوریت له سفیر سره د ګډو همکاریو د پراختیا په هکله خبرې وکړې

13 شوال 1447 هـ ق

11 حمل 1405 هـ ش

د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معین محترم مجیب الرحمن عمر آخندزاده د خپل کار په دفتر کې، په کابل کې مېشت د قزاقستان له سفیر محترم ګازیز اکباسوف سره. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۱ - ۱۷:۳
Background image

لغمان ولایت کې د یوه بولډروال پروژې چارې ۸۰ سلنه پرمخ تللې دي

د لغمان سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم مولوي شیرجان راشدي او ورسره مل تخنیکي ټیم د لغمان ولایت د قرغیو ولسوالي په عزیزخان کڅ سیمه کې د یوه بولډروال پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۱ - ۱۵:۳۳
Background image

د هرات ولایت د پاشدان بند اوبه د لومړي ځل لپاره د اوبو لګولو په موخه خوشې شوې

د هرات ولایت د پاشدان بند اوبه د لومړي ځل لپاره د کرنیزو ځمکو د خړوبولو په موخه د هریرود- مرغاب سیندیزې حوزې عمومي رئيس محترم مولوي عبدالسلام مستوفي آغا، د لاندنې هریرود سیندیزې فرعي. . .

بیرته تګ

User account menu