په چين کې د Huangpu Jiang ming لوژستيکي شرکت استازي د اوبو او انرژي وزارت له سرپرست وزیر سره په کتنه کې په افغانستان کې پانګونې ته لېوالتيا څرګنده کړه.
د اوبو او انرژي سرپرست وزیر ښاغلي ملا عبداللطیف منصور په خپل دفتر کې د چین د Huangpu Jiang ming and logistics company له استازي سره وکتل او په افغانستان کې یې د اوبو او انرژي په پروژو کې د دغه شرکت د پانګونې په اړه خبرې وکړې.
په دې کتنه کې د ياد شوي شرکت استازي په هېواد کې د انرژي د توليد د بندونو د جوړولو په پروژو کې له پانګونې څخه خوښي څرګنده کړه او د اوبو او انرژي وزارت له مشرتابه څخه يې په دې برخه کې د همکارۍ غوښتنه وکړه.
د اوبو او انرژۍ سرپرست وزیر ښاغلي ملا عبداللطیف منصور په افغانستان کې د پانګونې په برخه کې د دغه شرکت د لېوالتیا هرکلی وکړ او د زمینې په برابرولو کې یې د همکارۍ ډاډ ورکړ.
په پای کې دواړو لورو پر لازمې همغږۍ ټینګار وکړ او یادونه یې وکړه، چې د لازمو معلوماتو له ارزونې او د پانګونې د شرایطو له مطالعې وروسته به د دواړو خواوو ترمنځ د همکارۍ یو تفاهم لیک لاسلیک شي، چې له دې وروسته به د یاد هوکړه لیک له مخې عملي اقدامات پیل شي.
