په کنړ ولایت کې د سالار د عمومي کانال بېړنۍ بیارغونه او پاکاري ترسره شوه

mew-admin
شنبه ۱۴۰۲/۵/۷ - ۹:۳۳
1
په کنړ ولایت کې د سالار عمومي کانال چې دوروستیو سیلابونو د راوتلو له امله ډيرې برخې ویجاړې شوې او له رسوباتو ډک شوی و، د کنړ سیندیزې فرعي حوزې د مسؤلینو په هلو ځلو سره یې بېړنۍ بیارغونه او پاکاري ترسره شوه. یاد کانال د نوموړي ولایت په سطحه لوی کرنیز او اقتصادي کانال دی. له بلې خوا، د کنړ والي محترم مولوي قدرت الله ابوحمزه د کنړ سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم ملا دوست محمد حنفي او یو شمېر نورو سیمه ییزو مسؤلینو سره په لیدنه کې د سر بندونو، کانالونو او ویالو پر بېړنۍ بیارغونې باندې ټینګار وکړ. د کنړ سیندیزې فرعي حوزې رئیس د کنړ والي ته د سربندونو، کانالونو او ویالو د سروې او په دې برخه کې د وروستیو ترسره شوو فعالیتو په هکله بشپړ معلومات ورکړل.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۴:۳۶
Background image

بادغیس ولایت کې د یوه چکډم پروژه د نږدې دوه میلیونه افغانیو په لګښت بشپړه شوه

۱۴۴۸/۱/۶هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۴/۱ هـ ل

د بادغیس ولایت د آبکمري ولسوالي د زوپدې کلي چکډم پروژه د ۱ میلیون، ۷۸۶ زره او ۷۸۰ افغانیو په لګښت بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

یاد چکډم د ۲۳.۴ . . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۰:۵۹
Background image

په پروان ولایت کې د پاواز کلي چکډمونو پروژو چارې څه باندې ۵۰ سلنه پرمخ تللې دي

۱۴۴۸/۱/۴ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۳/۳۰ هـ ل

د غوربند ـ چاریکار فرعي سیندیزې حوزې ریاست او د اړوندو ادارو ګډ تخنیکي ټیم د پروان ولایت د شېخ علي ولسوالي د پاواز کلي د چکډمونو پروژو د چارو له. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۹:۳۶
Background image

په غزني ولایت کې د ۱۳۱ میګاواټه لمریزې برېښنا پروژې چارې په چټکۍ سره روانې دي

۱۴۴۸/۱/۲ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۳/۲۸ هـ ل

په غزني ولایت کې د ۱۳۱ میګاواټه لمریزې برېښنا پروژه چې چارې یې د عزیزي انرژي شرکت په پانګونې د اوبو او انرژي وزارت اړوند د غزني فرعي سیندیزې حوزې. . .

بیرته تګ

User account menu