په کنړ ولایت کې د لمټک کانال د پاکولو چارې پیل شوې

mew-admin
شنبه ۱۴۰۱/۷/۹ - ۱۰:۴۳
1

د کنړ ولایت په کوز کنړ ولسوالي کې د لمټک کانال د پاکولو چارې د اسلامیک ریلیف موسسې په مالي ملاتړ د کنړ فرعي سیندیزې حوزې تر څارنې لاندې پیل شوې.

یاد کانال ۸ کیلومتره اوږدوالی او ۲ متره سور لري چې د دریو میاشتو په موده کې  به یې د پاکولو چارې پای ته ورسیږي.

د یادولو وړ ده، چې د کوز کنړ ولسوالي د شتلو کانال د رغولو چارې د ۷۸۷ متره په اوږدوالي سره چې د ۲۰۰ جریبه ځمکې د خړوبولو وړتیا لري د IOM موسسې لخوا بشپړې شوي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۶ - ۱۵:۸
Background image

د لوګر سیندیزې فرعي حوزې رئيس د سرخاب ذخیروي بند څخه لیدنه وکړه

د لوګر سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم ملا محمد اسماعیل آخندزاده او ورسره مل تخنیکي ټیم د محمد آغې ولسوالي اړوند د سرخاب ذخیروي بند څخه لیدنه وکړه.

نوموړی بند چې له پخوانیو بندونو څخه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۶ - ۱۲:۲۴
Background image

د غور ولایت د پوزه لیچ  –  سیاه سنګ عمومي کانال د اوبو ټولنې په ناسته کې د هغه د پاکاري بهیر د پيل په هکله خبرې وشوې

دغه ناسته د پورتني هریرود- غور سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم ملا رحمت الله اماني تر مشري لاندې د ولایت مقام د استازي، د نوموړي کانال د اوبو ټولنې د رئيس او غړو، د ګذر  وکیلانو او یو شمېر. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۶ - ۱۲:۱۶
Background image

فاریاب ولایت کې له سیند څخه د خپل سرو شګو را اېستلو له بهیر څخه مخنیوی وشو

د شیرین تګاب – مینې سیندیزې فرعي حوزې مسؤلینو د شیرین تګاب ولسوالي د تیاغ کلي له سیند څخه د خلکو له لوري د خپل سرو شګو را اېستلو له بهیر څخه مخنیوی وکړ.

د یادونې وړ ده، چې د اوبو د. . .

بیرته تګ

User account menu