په کنړ ولایت کې د لودم کانال چارې ۸۰ سلنه پرمخ تللي دي

mew-admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۱/۲ - ۱۴:۵۶
1

د کنړ سیندیزې فرعي حوزې تخنیکي ټیم د یاد ولایت په وټه پور ولسوالي کې د لودم کانال د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او مسؤلینو ته یې د چارو د غوره پرمخ وړلو په پار لازمې لارښوونې وکړې.

د یاد کانال چارې چې د خوړو نړیوال سازمان په مالي ملاتړ د کنړ سیندیزې فرعي حوزې تر څارنې لاندې پرمخ وړل کېږي، ۸۰ سلنه پرمخ تللې دي او پکې ګڼو کسانو ته د کار زمینه برابره شوې ده.

د یادې پروژې د چارو په بشپړیدو سره به د نوموړي سیمې د خلکو د اوبو د کموالي ستونزه هواره شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۱۲:۱۲
Background image

په غزني ولایت کې د سلطان بند د حفظ او مراقبت پروژې چارې ۴۲ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۸/۳/۳ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۵/۲۶ هـ ل

د غزني ولاړو اوبو سیندیزې فرعي حوزې ریاست مسؤلینو د سلطان بند د حفظ او مراقبت پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه.

د یادې پروژې چارې چې د بند په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۱۰:۴۴
Background image

په غزني ولایت کې د ۱۳ کاریزونو د ترمیم او پاک‌کاري پروژې د څه باندې اووه میلیونه افغانیو په لګښت بشپړې شوې

۱۴۴۸/۳/۳ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۵/۲۶ هـ ل

د غزني ولایت په ګیرو ولسوالي کې د ۸ کاریزونو د ترمیم او پاک‌کاري پروژه د څه باندې ۵ میلیونه افغانیو په لګښت او په اندړو ولسوالي کې د ۵ کاریزونو د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۹ - ۹:۵۳
Background image

په غزني ولایت کې د شینکي ۹ کاریز د چکډيمونو د پروژو چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۸/۲/۲۶ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۵/۱۹ هـ ل

د غزني ولایت په ګیلان ولسوالي کې د شینکي ۹ کاریز د چکډیمونو د پروژو د چارو له بهیر څخه څارنه وشوه.

د یادې پروژې چارې چې د اوبو او انرژي وزارت له. . .

بیرته تګ

User account menu