په کنړ ولایت کې د پنځه کانالونو سروې ترسره شوه
د کنړ سیندیزې فرعي حوزې ریاست تخنیکي ټیم د یادې سیندیزې فرعي حوزې رئیس ملا دوست محمد حنفي په لارښوونه د کنړ ولایت په اسمار ولسوالي کې د محبوبي، سيور، شنګر، يږې درګي او شال عمومي کانالونو تخنیکي، اقتصادي، ټولنیزه او چاپیریالېزه سروې ترسره کړه.
