په کنړ ولایت کې د چینګۍ کانال او سربند د جوړولو چارې 60 سلنه بشپړې شوې دي

mew-admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۹/۱۵ - ۱۱:۵۳
1

د کنړ سیندیزې فرعي حوزې تخنیکي ټیم د یاد ولایت په سرکاڼو ولسوالي کې د چینګۍ کانال او سربند د جوړولو پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو مسئولینو ته یې د چارو د لا غوره ترسره کولو په موخه اړینې لارښوونې وکړې.

د یادونې وړ ده، چې د چینګۍ کانال او سربند پروژې د جوړولو چارې د اف، اې، او مؤسسې په مالي ملاتړ، د ګلوب کفریچ ودانیز شرکت په تخنیکي همکاري د کنړ سیندیزې فرعي حوزې تر څارنې لاندې پرمخ وړل کیږي، چې شپیته (60) سلنه چارې یې بشپړې شوې دي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۶ - ۱۱:۱۸
Background image

کونړ ولایت د فرعي سیندیزې حوزې ریاست کې د انرژي سروې او ارزونه ترسره شوه.

د اوبو او انرژي وزارت  د انرژي معینیت د پایدارې انرژي عمومی ریاست تر چتر لاندې د انرژي د مثمریت او تحفظ ریاست تخنیکي ټیم، د کونړ د فرعي سیندیزې حوزې ریاست کې د انرژي د مثمریت او تحفظ د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۶ - ۱۰:۱۸
Background image

پکتیکا کې د برېښنا رسونې وضعیت او د نوو برېښنايي شرکتونو پېژندنه وڅېړل شوه

د اوبو او انرژي وزارت د برېښنايي خدمتونو د تنظیم عمومي ریاست یو پلاوی، د برېښنا مارکېټ د حقوقي رئیس خلیل‌الرحمن فاروقي په مشرۍ، د برېښنا رسونې وضعیت د ارزونې او شته ستونزو ته د رسېدنې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۱۳:۵۷
Background image

سمنگان ولایت د دره‌ صوف بالا او دره ‌صوف پایین ولسوالیو کې د کشکک او چله ‌مزار کانالونو د پروژو د کار له جریان څخه څارنه ترسره شوه

د یادې پروژې چارې شاوخوا ۵ سلنه پرمخ تللي او د پروژې په ځینو برخو کې د ۲۸۰ مترو په اوږدوالي کانکریټ اچونه ترسره شوې ده.

د کشکک او چله‌ مزار کانالونو پروژې چارې په ټولیز ډول د ۴ کیلومتر. . .

بیرته تګ

User account menu