پکتیا ولایت کې د کني کرنیز کانال رغنیزې چارې په چټکۍ سره روانې دي
د پکتیا ولایت په زرمت ولسوالي کې د کني کرنیز کانال رغنیزې چارې د پکتیا سیندیزې فرعي حوزې ریاست تر څارنې لاندې د سولې رېښې موسسې له خوا په چټکۍ سره پرمخ وړل کېږي.
د پکتیا ولایت سیندیزې فرعي حوزې رئيس ښاغلي مولوي محمد کریم فاتح د یاد کانال له چارو څخه څارنه ترسره کړه او د چارو پر کیفیت باندې یې ټینګار وکړ.
د یاد کانال د چارو په بشپړېدو سره به له ۲۰۰۰ هکتاره زیاته کرنیزه ځمکه تر خړوبولو لاندې راشي.
