کابل ولایت کې د اوبو بنسټونو او نیالګیو کښېنولو د یوې پروژې چارې د ۱۸ میلیونه افغانیو په لګښت بشېړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

MEW-Media
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۱ - ۹:۳۲
1

د کابل ولایت د پغمان ولسوالي په بره ارغندۍ سیمه کې د اوبو یوه سربند، د اوبو زیرمې، د ګبیوني چکډمونو، ترسونو، د ساتونکو د استوګنې ودانۍ جوړولو او د ۱۰ زره مثمرو او نا مثمرو نیالګیو کښېنولو پروژې چارې د ۱۸ میلیونه افغانیو په لګښت بشپړې او د کابل د اوبو او انرژي رئيس محترم مولوي نورالله حکمت، د پغمان ولسوال محترم قاري علي احمد مجاهد، د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام د مسؤلینو او د سیمې د خلکو په شتون کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

له نوموړې پروژې څخه په ټوله کې ۳۰۰۰ کورنۍ ګټه پورته کوي، چې د پلي کولو موخه یې د اوبو غوره مدیریت، د ځمکې لاندې اوبو پياوړتیا، د کرنیزو ځمکو او هستوګنځیو خوندي ساتل دي.

د دغې پروژې چارې د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام په مالي لګښت د کابل د اوبو او انرژي ریاست تر څارنې لاندې پرمخ وړل کېدې، چې چارې یې د شپږو میاشتو په موده کې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۰:۵۹
Background image

په پروان ولایت کې د پاواز کلي چکډمونو پروژو چارې څه باندې ۵۰ سلنه پرمخ تللې دي

۱۴۴۸/۱/۴ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۳/۳۰ هـ ل

د غوربند ـ چاریکار فرعي سیندیزې حوزې ریاست او د اړوندو ادارو ګډ تخنیکي ټیم د پروان ولایت د شېخ علي ولسوالي د پاواز کلي د چکډمونو پروژو د چارو له. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۹:۳۶
Background image

په غزني ولایت کې د ۱۳۱ میګاواټه لمریزې برېښنا پروژې چارې په چټکۍ سره روانې دي

۱۴۴۸/۱/۲ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۳/۲۸ هـ ل

په غزني ولایت کې د ۱۳۱ میګاواټه لمریزې برېښنا پروژه چې چارې یې د عزیزي انرژي شرکت په پانګونې د اوبو او انرژي وزارت اړوند د غزني فرعي سیندیزې حوزې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۱:۱
Background image

غزني ولایت کې د روانو پروژو د چارو له بهیر څخه څارنه وشوه

۱۴۴۷/۱۲/۳۰هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۳/۲۶هـ ل

د غزني ولاړو اوبو فرعي سیندیزې حوزې ریاست مسؤلینو د دغه ولایت په ګیرو او اندړو ولسوالیو کې د کاریزونو او کانالونو د پاک‌کاري او سنګ‌کاري  پروژو د. . .

بیرته تګ

User account menu