کاپیسا ولایت کې د ده بابي کانال د پاکاري چارو له روان بهیر څخه څارنه ترسره شوه
د لاندني پنجشیر سیندیزې فرعي حوزې مسؤلینو (محمود راقي) په کاپیسا ولایت کې د ده بابي کانال د روانو چارو له بهیر څخه څارنه وکړه.
د لاندني پنجشیر سیندیزې فرعي حوزې مسؤلینو د یادې پروژې مسؤلینو ته د چارو د غوره پرمخ وړلو په پار لازم هدایات ورکړل.
یاد کانال تر اوسه پورې د ۵/۳ کیلو متر په اوږدوالي سره د بشري ځواک په مټ د اوبو سرچینو د بشري مرستو د پروګرام له خوا د اوبو او انرژي وزارت دکانالونو او ودانیو د بیارغونې پروګرام تر چتر لاندې په بشپړه توګه پاکاري شوی او چې پکې په ورځني ډول ۴۰ مزدوران د دوو ساحوي ناظرینو تر څارنې لاندې کار کوي.
د ده بابي کانال په کاپیسا ولایت کې د سنتي اوبو لګولو له عمده کانالو له ډلې څخه یو کانال دی، چې په ثانیه کې یې د اوبو وړتیا ۵/۲ متر مکعبو ته رسېږي، چې د سربند څخه د شپږ کیلومتره اوږدوالي په لرلو سره تر لاندې کلیو پورې ۲۲۱ هکتاره کرنیزه ځمکه خړوبوي.
