کندز ولایت کې د یوه کانال د بیارغونې چارې د ۹  میلیونه افغانیو په لګښت پرانیستل شوي

mew-admin
شنبه ۱۴۰۱/۶/۱۹ - ۱۵:۴۱
1

د کندز ولایت علي آباد ولسوالي په لاله سیمه کې د یوه کانال د بیارغونې چارې د ۹ میلیونه افغانیو په لګښت د پنج آمو سیندیزې حوزې عمومي رئيس ښاغلي انجنیر رفیع الله مجتبی، د UNDP موسسې د د فتر د مسؤل او د کندز ولایت د یو شمېر نورو محلي مسؤلینو په شتون کې پرانیستل شوي.

یاد کانال د ۲۷ کیلو متره اوږدوالي په درلودلو سره د ۵۰۰۰ جریبه ځمکې د خړوبولو وړیتا لري او شاوخوا ۳۰۰۰ کورنۍ به ورڅخه برخمنې شي.

د دې کانال د بیارغونې چارې د پنج آمو سیندیزې حوزې په همغږي د UNDP موسسې په مالي ملاتړ د سويډن کمیټې له خوا پلي کېږي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۹:۲۹
Background image

کندهار ولایت کې د پای کاریز چکډم جوړونې پروژه د نږدې ۵ میلیونه افغانیو په لګښت بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

د کندهار ولایت په ارغستان ولسوالي کې د پای کاریز چکډم جوړونې پروژه د ۴ میلیونه، ۶۰۱ زره او ۸۳۸ افغانیو په لګښت بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

دغه چکډم د ۸ متره په لوړوالي او د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۹:۲۵
Background image

غزني ولایت کې د بنګي کانال تخنیکي سروې ترسره شوه

د غزني ولایت په اندړ ولسوالي کې د غزني سیندیزې فرعي حوزې او د یو، این، ایف، اې، او مؤسسې د مسؤلینو له لوري د بنګي کانال تخنیکي سروې ترسره شوه.

نوموړی کانال د شاوخوا ۲۰۰۰ جریبه ځمکې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۹:۱۰
Background image

لوګر ولایت کې د وزیر کلا د کانال پروژې چارې ۷ سلنه پرمخ تللې دي

د لوګر سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم ملا محمد اسماعیل آخندزاده او ورسره مل تخنیکي ټیم د وزیر کلا د کانال پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو مسؤلینو ته یې اړینې لارښوونې وکړې.

. . .

بیرته تګ

User account menu