کندهار ولایت کي د توري کاریز د کانال جوړولو او پاکاري چارې د څه باندې یو میلیون افغانیو په لګښت پیل شوې

mew-admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۳ - ۱۲:۲۹
1

د کندهار ولایت د سپین بولدک ولسوالي په ملا ولي کلي کې د توري کاریز د  کانال جوړولو او پاکاري چارې د ۱ میلیون، ۱۳۸زره او ۷۶ افغانیو په لګښت پیل شوې.

په دغه پروژه کې د نوموړي کاریز د  کانال ۱۹۰ متره سنګ کاري او ۱۰۰ متره پاکاري شامله ده، چې چارې به یې د دوو میاشتو په موده کې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

د نوموړې پروژې د چارو په بشپړېدو سره به د  سیلابونو د ویجاړیو د مخنیوي ترڅنګ د اوبو ضایعات کم او د سیمې د خلکو ستونزې هم هوارې شي.

د دغې پروژې چارې د ملګرو ملتونو د پراختیایي دفتر په مالي لګښت د کندهار د اوبو او انرژي ریاست تر څارنې لاندې پرمخ وړل کېږي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۱۲:۱۲
Background image

په غزني ولایت کې د سلطان بند د حفظ او مراقبت پروژې چارې ۴۲ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۸/۳/۳ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۵/۲۶ هـ ل

د غزني ولاړو اوبو سیندیزې فرعي حوزې ریاست مسؤلینو د سلطان بند د حفظ او مراقبت پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه.

د یادې پروژې چارې چې د بند په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۱۰:۴۴
Background image

په غزني ولایت کې د ۱۳ کاریزونو د ترمیم او پاک‌کاري پروژې د څه باندې اووه میلیونه افغانیو په لګښت بشپړې شوې

۱۴۴۸/۳/۳ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۵/۲۶ هـ ل

د غزني ولایت په ګیرو ولسوالي کې د ۸ کاریزونو د ترمیم او پاک‌کاري پروژه د څه باندې ۵ میلیونه افغانیو په لګښت او په اندړو ولسوالي کې د ۵ کاریزونو د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۹ - ۹:۵۳
Background image

په غزني ولایت کې د شینکي ۹ کاریز د چکډيمونو د پروژو چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۸/۲/۲۶ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۵/۱۹ هـ ل

د غزني ولایت په ګیلان ولسوالي کې د شینکي ۹ کاریز د چکډیمونو د پروژو د چارو له بهیر څخه څارنه وشوه.

د یادې پروژې چارې چې د اوبو او انرژي وزارت له. . .

بیرته تګ

User account menu